د المان د فيډرالي شمېرنې ادارې د سپتمبر په ۹ مه نېټه خبر ورکړ چې تير جولای د المان د صادراتي توليداتو ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۳.۸ سلنه زيات شوی چې له دې جملې څخه چين ته د صادر شويو توليداتو ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۹.۷سلنه زيات شوی دی.
د شمېرنې سره سم، د سږ کال په جولای مياشت کې، د المان د صادراتي توليداتو ارزښت ۱۱۵ مليارډو او ۲۰۰ مليونو يورو ته رسېدلی، د وارداتي توليداتو ارزښت يې ۹۳ مليارډو او ۷۰۰ مليونو يورو ته رسېدلی. چين ته د المان لخوا د صادر شويو توليداتو ارزښت ۸ مليارډه او ۷۳۵ مليونه يورو دي چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۹.۷ سلنه زيات شوی، له چين څخه المان کې د توريد شويو توليداتو ارزښت ۹ مليارډه او ۴۹۸ مليونه يورو دي چې د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۱.۸ سلنه زيات شوی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |