د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د سپتمبر په ۹ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ايران نوي سنترفيوجونه ځای پر ځاي کړي دي چې د ايران د اټومي تړون سره مخالفت په لاره کې يې يو ګام اوچت کړی.
په دې اعلاميه کې ليکل شوي چې ايران په ناتنز (Natanz) کې نوي سنترفيوجونه ځای پر ځای کړي دي چې دغه راز به د يورانيومو غني کول په لا چټک او اغېرمن ډول تر سره کړي.
ايران د روانې مياشتې په ۷ مه نېټه اعلان کړی و چې ايران د غني شويو يورانيومو د اندازې د زياتوالي لپاره عصري سنترفيوجونه کارولو ته اماده کړي. له دې مخکې، ايران د غني شويو يورانيومو او د درنو اوبو د اندازې په باب محدوديتونه مات کړي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |