CRI Online

ټرمپ : د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې ختمې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-10 15:27:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپمبر په ۹ مه نېټه وويل، د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې ختمې دي.

هغه د همدې ورځي له غرمې وروسته په سپينه ماڼۍ کې خبري رسنيو ته يادې خبرې کړې وې او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په باب پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې يې وويل، امريکايي ځواکونه به په مناسب وخت له دغه هېواد وايستل شي.

ټرمپ په ۷ مه نېټه په ټويټر کې وويل، هغه پلان درلود چې په ۸ مه نېټه په جلا جلا توګه د طالبانو له استازي او افغان ولسمشر سره پټې ليدنې وکړي، خو له دې امله چې په افغانستان کې پر امريکايي سرتيرو بريد وشو، دغې ليدنې لغوه شوې. ټرمپ پر طالبانو نيوکه وکړه چې دغه بريد يې تر سره کړ. خو هغه په ټويټر کې د دې په باب معلومات نه دي ورکړي چې ايا د سولې خبرې اترې په دايمي ډول ختمې شوې دي که نه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای