CRI Online

د م م د بشري حقوقو لوړ پوړې کميشنرې ميشيل باچليټ د کډوالو په بشري حقوقو د امريکا او اروپايي ټولنې د تېريو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-10 13:21:51

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو لوړ پوړې کميشنرې ميشيل باچليټ د سپتمبر په ۹مه نېټه په ژنيو کې د بشري حقوقو شورا په ۴۲مه غونډه کې د کډوالو په بشري حقوقو د امريکا او اروپايي ټولنې د تېريو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړې وويل، د امريکا او اروپايي ټولنې د اوسنيو پاليسو له امله د کډوالو بشري حقوق له سختو تېريو سره مخامخ دي. سږکال لږ تر لږه ۳۵ زره کډوال د امريکا لخوا د مکسيکو پولې ته شړل شوي. په زور او جبر بېرته شړلو له امله ډېر کډوال له خپلو کورنيو څخه جلا شوي او بشري مرستې نه شي اخيستلی. يو شمېر ماشومان لا د هويت مسئلې له کبله د اوږد مهال لپاره د امريکا او مکسيکو د توقيف په مرکزونو کې ساتل کېږي، داسې کړنې د ماشومانو په حقوقو تيري دي او له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده. نوموړې وويل، هيڅ پلمه نه شي کولی چې ماشومانو ته دې دومره لوی زيانونه ورسېږي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای