د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د عوامو مجلس د سپتمبر په ۱۰مه نېټه يو ځل بيا د دې هېواد د لومړي وزير بوريس جونسن هغه وړانديز رد کړ چې د اکتوبر د ۱۵مې نېټې مخکې دې عمومي ټاکنې تر سره شي. له دې وروسته د پارلمان ۵ ورځنۍ رخصتي رسماً پيل شوه.
د روانې مياشتې د ۴مې نېټې په شپه د دې هېواد د عوامو مجلس له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو د مخنيوي لپاره يوه لايحه تصويب کړه. له دې وروسته جونسن وړانديز وکړ چې له ټاکلي وخت نه مخکې دې عمومي ټاکنې تر سره شي، خو دغه وړانديز تصويب نه شو.
د روانې مياشتې د ۱۰مې نېټې په سهار جونسن د رايګيرۍ له نتيجې وروسته وويل، د دې هېواد حکومت به د پارلمان په رخصتيو کې هڅه وکړي چې له اروپايي ټولنه سره بحث وکړي او يو تړون ته ورسېږي، په عين وخت کې به له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره هم چمتوالی ونيسي. نوموړي زياته کړه، چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو د ځنډېدلو غوښتنه به و نه کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |