CRI Online

په چين کې د امريکا د سوداګرۍ ټولنې اتيا سلنه غړې تصدۍ په دې نظر دي چې په چين کې د پانګونو چاپيريال ښه شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-10 19:05:03

په چين کې د امريکا د سوداګرۍ تولنې مشر تيموټې سټراټفورډ څو ورځې مخکې وويل، د دغې ټولنې غړې تصدۍ د پخوا په پرتله د بازار د ورخلاصون په برخه کې د چين پر حکومت ډېر باور پيدا کړی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هوا چون ينګ د سپتمبر په لسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين تل په خپل هېواد کې د بهرنيو تصديو د پانګونو د زياتوالي هر کلی کوي او هيله لري چې يادې تصدۍ د چين د پرمختګ پر اساس فرصتونه تر لاسه کړي.

هوا چون ينګ وويل، تصدۍ د چين د اقتصاد د حالاتو او د سوداګريز چاپيريال د ارزونې په برخه کې تر ټولو د خبرو ستر واک لري. د دغې ټولنې نظر د ټولو تصديو استازيتوب کوي. د امريکا او چين د سوداګرۍ ملي کمېټې د يوې تازه پلټنې له مخې، په دغه پلټنه کې ٪۹۷ امريکايي تصديو څرګنده کړې چې دوی د چين له بازار څخه ګټې اخلي او چين د امريکايي تصديو لپاره يو ډېر مهم بازار دی. همدارنګه، په دغه پلټنه کې ٪۸۳ امريکايي تصديو څرګنده کړې چې په تېر کال کې يې په چين کې خپلې پانګونې کمې او ختمې نه کړې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای