د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د سپتمبر په لسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د امريکا حکومت په دې وروستيو کې هغه مخابراتي سامان الات بېرته هواوې شرکت ته ورکړي چې دوه کاله مخکې يې په بې دليله توګه نيولي ، له دې عمل څخه دا حقيقت تاييد شوی چې د امريکا حکومت عمل بې دليله او له قانون څخه سرغړونه کړې. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د چين پر خاصو شرکتونو دې د بې دليله بنديزونو له لګولو څخه لاس واخلي.
د خبر له مخې، د امريکا د حکومت لخوا نيول شوي مالونه ځکه بېرته هواوې شرکت ته ورکړل شوي چې هواوې شرکت د امريکا پر زياتو څانګو دعوا لغوه کړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |