د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين پېژندنې ۸م نړيوال فورم چې سرليک يې دی (چين او نړۍ: ۷۰ کلن تګ راتګ)، د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د چين په شانګهای کې پرانيستل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه کمېسيون د تبليغاتي څانګې مشر هوانګ کون مينګ د ياد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه کليدي وينا يې وکړه.
هوانګ کون مينګ دې ته اشاره وکړه چې د نوي چين د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې چينايانو له نړيوالو سره له صميميت ډک چلند تر سره کړی، يو له بل سره يې مرستې کړې او يو د بل په اتکا يې ژوند کړی. دغه راز چينايانو د خپلو کارونو د ښه تر سره کولو تر څنګ د نړۍ لپاره ګټور خدمتونه هم وړاندې کړي دي. نننۍ نړۍ له سلو کلونو راهيسې په بې سارې ستر بدلون کې ده. انسانان بايد له ننګونو او خطرونو سره ګډه مقابله وکړي، د ټولو انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره دې جوړه کړي، د مدني توپيرونو او نښتو پر ځای دې د مختلفو تمدنونو ترمنځ ګټورې تبادلې او متقابلې زده کړې تر سره کړي، د مدني تګ راتګ لا زيات ډګرونه دې اباد کړي، د مساواتو او متقابل باور پر بنسټ دې په لا زياتو ډيالوګونو لاس پورې کړي او متقابل تفاهم او موافقې دې پر له پسې پيدا کړي.
د ۳۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو څه باندې ۳۰۰ تنه کارپوهانو او عالمانو په دغه فورم کې ګډون درلود.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |