CRI Online

لي که چيانګ د چين او امريکا د تصديو خاوندانو په ډيالوګ کې له برخه والو امريکايي استازيو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 10:12:29

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدر اعظم لي که چيانګ د سپتمبر د ۱۰مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د چين او امريکا د تصديو خاوندانو په ډيالوګ کې له ګډونوالو امريکايي استازيو سره وکتل. د امريکا د صنعتي او سوداګريزو شخصيتونو او پخوانيو لوړ پوړيو چارواکو د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه بيان کړل. صدر اعظم لي که چيانګ له دوی سره د نظريو تبادله وکړه.

لي که چيانګ څرګنده کړه: چين او امريکا په جلا جلا توګه د نړۍ تر ټولو پرمختيايي او پرمختللی هېوادونه دي چې زياتې ګډې ګټې لري. دواړه خواوې بايد د دوو مشرانو لخوا د شويو موافقو په رڼا کې د مساوات او متقابل درناوي پر اصولو توپيرونه پرېږدي او ګډې ګټې دې ومومي څو چې د دواړو خواوو د منلو وړ لارې چارې پيدا کړي. د چين دروازه به لا پسې خلاصه شي چې اوس د بازاري، قانوني او نړيوال کېدو په موخه د سوداګريز چاپېريال د ابادولو هڅه کوي. چين په خپل هېواد کې ثبت شويو کورنيو او بهرنيو تصديو ته په يوه سترګه ګوري او د پوهې تمليکي حق ساتلو ته يې لا زياته توجه کړې ده. د چين د توليدي چارو دروازه اوس بهر ته پوره خلاصه شوې او د خدمتي چارو ورخلاصون هم چټک شوی دی. چين ډېر پراخ او لوی بازار لري او د امريکا په شمول د مختلفو هېوادونو تصديو د پانګونې او همکارۍ هرکلی کوي.

امريکايي استازيو څرګنده کړه چې د امريکايي تصديو ناستو استازيو له اوږدې مودې راهيسې د دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ عيني شاهدان دي، په چين کې يې خپلې چارې پراخې کړې، زياتې پانګونې يې کړې او اوس د اوږدې مودې د همکاريزو فرصتونو په لټون بوخت دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای