د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، په ژنيو کې د م م په مقر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي چن شو د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا په ۴۲مه غونډه کې د نژدې دريځ لرونکو هېوادونو په استازيتوب يوه ګډه وينا وکړه او د بشري چارو د څواړخيزم او د م م د بشري چارو کميشنرۍ د کارونو په اړه يې خپلې نظريې څرګندې کړې.
هغه وويل چې په اوسنيو نړيوالو حالاتو کې لا زيات ناثباتوالی ښکاري او يواړخيزم او تبعيض خپل سر پورته کړی. د انسانانو په وړاندې نړيوالې ننګونې لا پسې سختې شوې. نو نړۍ د پخوا په پرتله څواړخيزم ته لا زياته اړتيا لري. نژدې دريځ لرونکي هېوادونه غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای پر څواړخيزم ټينګار وکړي او يو له بل سره همکاري او ډيالوګ تر سره کړي.
هغه زياته کړه: نژدې دريځ لرونکي هېوادونه له يو کال راهيسې د م م د بشري حقونو شورا د لوړ پوړې کميشنرې ميشېل باچېليټ د هغو کړو کارونو مثبته ارزونه کوي چې له مختلفو هېوادونو سره د رغنده ډيالوګ او همکارۍ تر سره کولو ته يې په درنه سترګه کتلي او د هر ډول بشري حق د برابر پرمختګ لپاره يې تر سره کړي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |