CRI Online

د هانکانګ پولي بازار په عادي توګه روان دی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 10:30:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت د هانکانګ د پولي خدمتونو ټولنې د ملي اختر فورم او مراسم د سپتمبر په لسمه نېټه په هانکانګ کې تر سره شول. د هانکانګ د خاصې ادارې سيمې اجرائيه مشرې په خپله وينا کې وويل چې په تېرو څو مياشتو کې د دې سيمې پولي بازار او بانکي سيستم چارې په عادي توګه روانې دي او د پيسو د تبادلوي ارزښت نظام په ثابت ډول پلی شوی دی.

هغې وويل چې په تېرو دريو مياشتو کې د هانکانګ په ټولنه کې جنجالونه ډېر شوي او بهرنۍ فضا ښه نه ده چې پر پولي بازار يې ځينې اغيزه کړې ده.په دې وروستيو ورځو کې د پورونو د ارزيابۍ ځينو ارګانونو د هانکانګ د پورونو د ارزيابۍ کچه ټيټه کړې، زموږ د خاصې ادارې سيمې حکومت دغه پرېکړه نه مني، ځکه چې په تېرو څو مياشتو کې د زور زياتي پېښې په پوره توګه د هانکانګ د سيالۍ پر کليدي توان منفي اغيزه نه ده کړې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای