CRI Online

د اسرائيلو صدراعظم: د اردن دره به د اسرائيلو په ځمکو کې شامله کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 10:33:27

د سينهوا اژاس د خبر له مخې د اسرائيلو صدراعظم بنجېمين نيتانياهو د سپتمبر په لسمه نېټه وويل چې که د ده په مشرۍ د ليکود ګوند د روانې مياشتې په اوولسمه نېټه په پارلماني ټاکنو کې بريالۍ شي، اسرائيل به د اردن دره په خپلو ځمکو کې ورزياته او شامله کړي،خو فلسطين د دغو څرګندونو سخته غندنه کړې ده.

نيتانياهو د همدې ورځې په شپه په تلويزيوني وينا کې وويل چې که د ليکود ګوند په پارلماني ټاکنو کې بريالی شي، هغه به په اسرائيلي نقشه کې د اردن دره او د مړه سمندر شمالي برخه ورزياته کړي چې دا به په تاريخ کې د اهميت وړ کړنه وي.هغه زياته کړه چې دغه کړنه به د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د اسرائيلو حاکميت د پلي کېدو لومړی ګام وي.

تر دې وروسته د فلسطين صدراعظم محمد اشتايه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې نيتانياهو د سولې بهير ويجاړوونکی دی.د فلسطين ولسمشر محومد عباس په همدې ورځ وويل چې که ياده کړنه تر سره شي، د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ لاسليک شوي ټول تړونونه به بې اعتباره شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای