CRI Online

په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د کميشنر دفتر پر دې نيوکه وکړه چې د امريکا ځينو سياستوالو پر حقيقتونو سترګې پټې کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 10:37:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د امريکا ځينو لوړ پوړيو چارواکو ويلي چې په هانکانګ کې لاريونونه د چين کورنۍ چارې نه دي، او دغه کسانو د بشري حقونو او ازادۍ د ساتلو په پلمه له لاريون کوونکو څخه ملاتړ کړی. په دې هکله په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د کميشنر د دفتر وياند د سپتمبر په لسمه نېټه دې ته په اشارې سره وويل چې د امريکا ځينو سياستوالو پر حقيقتونو او د نړيوالو اړيکو پر بنسټيزو اصولو سترګې پټې کړې او د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کوي. موږ له دې کړنې سره مخالفت څرګندوو او ور سره ټينګ اعتراض کوو.

هغه زياته کړه چې د چين له سترې برخې سره د هانکانګ له يو ځای کېدو راهيسې په يو هېواد کې دوه نظامونه او په هانکانګ کې د کورواکۍ تګلاره په جدي توګه پلې شوې چې د هانکانګيانو بېلا بېل حقونه او ازادي له قانون سره سم تضمين شوې ده چې دا د منلو وړ حقيقت دی.

د سوله ييزو لاريونونو له لارې د معقولو غوښتنو د وړاندې کولو کړنه د زور زياتي له پېښو او په يو هېواد کې د دوو نظامونو پر وړاندې د چلنجونو د جوړولو له کړنې سره توپير لري.موږ بايد له قانون سره سم له ناقانونه کړنو سره مبارزه وکړو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای