CRI Online

په م م کې د چين دايمي استازي د افغانستان مسئلې په اړه چيني دريځ څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 10:52:22

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا پر ځايي وخت د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د افغانستان مسئلې په اړه يوه علني غونډه جوړه کړه. په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون په دغه غونډه کې ګډون وکړ او د چين اړوند دريځ يې څرګند کړ.

سفير جانګ جون وويل چې اوس مهال د افغانستان حالات په يوه کليدي مرحله کې دي. نړيواله ټولنه بايد خپلې کړې ژمنې په جدي توګه پوره کړي، له افغانستان څخه د خپل ټينګ ملاتړ ته دې دوام ورکړي او د ولسمشرۍ ټاکنې د امن او بريالي تر سره کېدو لپاره دې ور ته مرستې برابرې کړي. هيله من دی چې په افغانستان کې ټاکنيز ارګانونه د اړوندو کارونو منظم تر سره کېدل تامين کړي او په دغه هېواد کې د م م مرستندويه پلاوی دې ور څخه اړوند تخنيکي ملاتړ وکړي. د افغانستان امنيتي ځواکونه دې د ټاکنو په موده کې د ممکنو امنيتي پېښو د رامنځته کېدو لپاره مخکې له مخکې اړوندې تياريانې ونيسي. نړيواله ټولنه دې د افغانانو په درلودلو او لارښوونې سره د روغې جوړې بهير د پرمخبيولو لپاره دې اړوندې مرستې ور ته برابرې کړي. امريکا او افغان طالبان دې خپلمنځي مذاکراتو ته دوام ورکړي. د طالبانو په ګډون د افغانستان مختلفې ډلې دې د هېواد او خلکو د ګټو په پام کې نيولو سره بين الافغاني خبرې اترې پيل کړي او د بېلا بېلو ډلو د منلو وړ يو راتلونکي سياسي چوکاټ ته دې ژر ورسېږي.

سفير جانګ جون د افغانستان د امنيتي وړتيا له پياوړتيا سره د مرستې غوښتنه هم وکړه او و يې ويل چې بهرني ځواکونه بايد له دغه هېواد څخه په منظمه او مسؤلانه توګه ووځي او امريکا او طالبان دې د بهرنيو ځواکونو د ايستلو او ترهګرۍ ضد اړوندې کړې ژمنې پوره کړي. چين تل د افغانستان له سياسي بهير څخه ملاتړ کړی او کوي يې چې په دغه هېواد کې ژر تر ژره پراخه سياسي روغه جوړه تر سره شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای