د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې او د ABC(American Broadcasting Company) ټلويزيون شرکت د سپتمبر په ۱۰ مه نېټه د ټولپوښتنې د نتيجې په څرګندولو سره خبر ورکړ،له دې امله چې تجارتي اصطکاک سخت شوی، ۶۰ سلنه امريکايان په دې اند، اقتصادي پرزېدا به په راتلونکي کال کې رامنځته شي.
د دې نتيجې سره سم، د پروسږ کال د نومبر په نسبت، د هغو امريکايانو شمېر چې نظر يې دی، په امريکا کې اقتصادي حالات ښه دي، ۵۶ سلنې ته ټيټ شوی. ۴۳ سلنه امريکايان دا نظر لري، چې د اقتصادي پرزېدا شونتيا د امريکايي حکومت د تجارتي او اقتصادي پاليسيو له امله زياته شوېده. د دې تر څنګ، ۶۰ سلنه امريکايان په دې اندېښمن دي چې تجارتي اصطکاک به د کورنيو لګښتونو د لوړوالي سبب وګرځي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |