CRI Online

د ۲۰۱۹م کال د اروپا او اسيا د اقتصادي فورم د ورېښمو لارې د سيل د زرين دهليز په نوم فرعی فورم په شي ان کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 11:01:58

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۹م کال د اروپا او اسيا د اقتصادي فورم د ورېښمو لارې د سيل د زرين دهليز په نوم فرعي فورم د سپتمبر په ۱۰مه نېټه په شي ان کې پرانيستل شو. د ورېښمو دهليز د ابادولو او د کلتوري سيلانيزو چارو د تګ راتګ د دې فرعي فورم عنوان دی. د چين شي آن، د ازبکستان تاشکند، سمرقند، بخارا او خيوه په پلان کې د لومړې ډلې استازو ښارونو په توګه وټاکل شول. د پنځو ښارونو استازو په همدې ورځ د ورېښمو لارې د لومړۍ ډله ييزو ښارونو د همکارۍ مراسم پيل کړل. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای