CRI Online

په ۲۰۲۰ کال کې به د چين د سپوږمکۍ د لارښوونکي سيستم د اړوند صنعتي ارزښت له ۴۰۰ مليارډو يوانو څخه زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 12:16:40

د سپوږمکۍ د لارښوونکي سيستم په وسيله د مقام د ټاکلو په اړه د چين د ټولنې مشر يوو شيان چنګ د سپتمبر په لسمه نېټه د چين په جنګ جو ښار کې د بۍ دو په نوم د سپوږمکۍ د لارښوونکي سيستم د کارونې په غونډه کې وويل چې په ۲۰۲۰ کال کې به د سپوږمکۍ دغه لارښوونکی سيستم بشپړ شي او نړيوالو ته به خدمتونه وکړي چې له امله به يې د دغه ډول لارښوونکي سيستم کارونه نوې زمانې ته داخل شي.د اټکل له مخې به تر ۲۰۲۰ کاله پورې د چين د سپوږمکۍ د لارښوونکي سيستم د اړوند صنعتي ارزښت له ۴۰۰ مليارډو يوانو څخه زيات شي.

د بۍ دو په نوم د سپوږمکۍ لارښوونکی سيستم د چين ساخت لارښوونکی سيستم دی او په تجهيزاتو کې د نړۍ د سپوږمکۍ له نورو لارښوونکو سيستمونو سره په ګډه کارول کيږي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای