CRI Online

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن مشر د رويترز اژانس له مشر او د اشوشيتيد اژانس له مرستيال مشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 15:50:49

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د اطلاعاتي څانګې مرستيال مشر او د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن مشر شن های شيونګ د سپتمبر په لسمه نېټه په جلا جلا توګه د رويترز اژانس له مشر فوردوبورګ او د اشوشيتيد اژانس له مرستيال مشر بوراډ سره وکتل.

شن های شيونګ له فوردوبورګ سره د ليدنې په وخت کې وويل، واقعيت او عدالت د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن کاري اصل دی. دغه سټيشن غواړي چې يو له بل سره د خبرونو د تبادلې، د پولي مالوماتو د شريکولو او د مهمو پېښو په باب خبري ساحه کې د رويترز له اژانس سره همکاري پياوړې کړي.

نوموړي له بوراډ سره د ليدنې په وخت کې وويل، موږ له تاسو سره د نړيوالو خبرونو او د نړيوالې رسنيزې شبکې د جوړولو په ساحه کې اغېزمنې همکاري کړي دي او هيله لرو چې له تاسو سره همکارۍ لا ژورې کړو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای