CRI Online

په هانکانګ او تايوان کې د بېلتون غوښتنو د هانکانګيانو او د تايوان تنګي د دواړو غاړو خلکو ګټو ته ډېر زيانونه رسولي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 16:12:20

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د چين د دولتي شورا د تايوان چارو د دفتر وياند ما شياو ګوانګ د سپتمبر په يوولسمه نېټه وويل چې په هانکانګ او تايوان کې د بېلتون غوښتونکو د دغو دوو سيمو د خلکو د ژوندګټو ته ډېر زيانونه رسولي، نو باور لري چې زموږ ډېر وطنوال به د بېلتون غوښتونکو د ناوړه کړنو مخنيوی وکړي.

دغه څرګندونې ماشياو ګوانګ د ياد دفتر له خوا په جوړه شوې خبري ناسته کې وکړې. هغه وويل چې په دغو دوو سيمو کې بېلتون غوښتونکي سرطاني سلول غوندې دي او د هانکانګ او د تايوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو او د چيني ملت ګټو ته يې ډېر زيانونه رسولي دي.که د هانکانګ بېلتون غوښتوونکي د تايوان له بېلتون غوښتونکو سره يو ځای شي، نو دا به نه يواې هانکانګ ته بلکې تايوان ته به هم ډېر زيانونه ورسوي. باور لرم چې د تايوان وطنوال د دې حالت په پايله پوهيږي او د بېلتون غوښتونکو د دا ‌ډول ناوړه کړنو مخنيوی به په کلکه توګه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای