CRI Online

تبصره: چين د ګمرکي مالياتو له زياتوالي څخه د مصئونو توليداتو لست خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 17:31:06

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د سپتمبر په يوولسه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی (( چين د سوداګريز اصطکاک د اغېزو د کمولو لپاره د ګمرکي مالياتو له زياتوالي څخه د مصئونو توليداتو لست خپور کړ )).

په ياده تبصره کې ويل شوي چې چين په دې ښه پوهيږي چې هيڅ خوا به په سوداګريزه جګړه کې بريالۍ نه شي، د وارداتي تعرفې د زياتوالي هغه تګلاره چې د مجبوريت له مخې د امريکا د ۳۰۱ نمبر تدبير په مقابل کې نيول شوې، په چين کې به پر ځينو بهرنيو شرکتونو اغېزه وکړي. چين د سوداګريزې جګړې له سختوالي سره ټينګ مخالفت کوي او غواړي چې د امريکا د سوداګريزې سرزورۍ پر ضد د ځوابي ګامونو تر څنګ تر خپلې وسې پورې په هېواد کې پر بهرنيو شرکتونو منفي اغېزې هم کمې کړي. چين پر امريکايي توليداتو د وارداتي تعرفې له زياتوالي څخه د مصئونو توليداتو لست جوړ او خپور کړی، له دې څخه ښکاري چې چين د سوداګريزې جګړې په وړاندې جامع فکر لري.

په دې تبصره کې راغلي چې د چين او امريکا ترمنځ د مشورې له مخې، د اکتوبر په پيل کې به په واشينګټن کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو ۱۳م پړاو تر سره شي. په دې پړاو کې د رښتينی برياليتوب تر لاسه کول د چيني او امريکايي تصديو په شمول د بېلا بېلو خواوو ګډه هيله ده. که د سلامشورو نتيجه هر څه وي، خو چين به په مداومه توګه خپلې چارې ښه تر سره کړي، د تګلارو د ترتيب له لارې به په چين کې پر بهرنيو شرکتونو د سوداګريز اصطکاک اغېزې کمې کړي او په سړه سينه به ټولې ننګونې حل کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای