CRI Online

شي جين پينګ له هو ات سنګ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 19:51:35

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې په ماسپښين کې د خلکو په لوی تالار کې د مکاو د ځانګړې اداري سيمې له نوي مشر هو ات سنګ سره وکتل.

رئيس شي له دې امله هو ات سنګ ته مبارکي وويله چې د مکاو ځانګړې اداري سيمې د مشر په توګه ټاکل شو. شي جين پينګ وويل چې تاسو له اوږدې مودې راهيسې تاسې داسې درېځ لرئ چې تل له هېواد او مکاو سره مينه لرئ، د مکاو ټولنې ته مو خدمتونه وکړي، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د غړي او د مکاو د تقنيني کمېټې رئيس په توګه د خپلې دندې په موده کې کوښښ وکړی، د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون او د عصري کېدو لپاره او په مکاو کې د سمسورتيا او ثبات لپاره مو فعال خدمتونه کړي. د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټه ستاسو د کارونو ډېره ستاينه کوي. تاسې دا ځل د پنځمې دورې د مشر په وتوګه ټاکل شوئ او د دې منا دا ده چې تاسو د مکاو ټولنې له خوا ومنل شوئ.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای