CRI Online

د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو د م م د بشري حقونو شورا په غونډه کې د مېرمن هه چاو چيونګ د وينا مثبته ارزونه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-12 10:43:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هانکانګ د ښځو ټولنې مشرې مېرمن هه چاو چيونګ د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا په ۴۲مه نېټه يوه وينا وکړه چې په هانکانګ کې د وروستيو زور اچوونکو او غير قانوني کړو وړو سخته غندنه يې کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې پر يادو کړو وړو او افراطګرو د نيوکې غوښتنه کړې ده. د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو د دغې وينا زياتې ستاينې وکړې او په دې اند دي چې له دې وينا څخه هڅوونکی او مثبت ځواک څرګندېږي، ټوله نړۍ ترې د هانکانګ واقعي حالت معلومولای او په دې اړه سم قضاوت کولای شي.

په ټول چين کې د بهر ميشتو چينايانو د بېرته راستنېدو ټولنې مرستيال او د چين د سولې او يووالي هڅوونکې ټولنې د هانکانګ فرعي څانګې مشر ښاغلي لو ون ژوی څرګنده کړه چې د هانکانګ د ښځو ټولنه ډېر يو اغېزناک سازمان دی. مېرمن هه چاو چيونګ نړيوالو ته د هانکانګ د عيني واقعيتونو په بيانولو سره هر ډول دروغ تورونه مردود ثابت کړل او د هانکانګ رښتينی حالت يې نړيوالو ته وړاندې کړی دی. دغه راز ټوله نړۍ په دې پوه شوې چې ځينو کسانو پر هانکانګ تور لګولی او موخه يې د هانکانګ ويجاړول دي.

هانکانګ ته د بهر ميشتو چينايانو د بېرته راستنېدو ټولنې مرستيال لي ژون جي له مېرمن هه چاو چيونګ څخه پوره ملاتړ څرګند کړ چې له يو نړيوال ډګر څخه په ګټې اخيستنې سره يې م م، د هر هېواد حکومت او خلکو ته واقعيتونه برابر کړی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای