CRI Online

څو هېوادونو د بشري حقونو په شورا کې د شينجيانګ او هانکانګ په باب د چين له دريځ څخه ملاتړ وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-12 10:54:01

چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې،د م م د بشري حقونو د شورا ۴۲مه غونډه د سپتمبر په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه تر سره شوه. د څو هېوادونو او غير حکومتي سازمانونو استازو په خپلو ويناوو کې د چين په شينجيانګ کې د ترهګرو او افراطګرو پر ضد مبارزه کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه وکړه او د هانکانګ له افراطګرو مظاهره کوونکو څخه يې غوښتنه وکړه چې د زورزياتي له کړنو څخه لاس واخلي. دوی د هانکانګ په کورنيو چارو کې له بهرنيو لاسوهنو سره هم مخالفت کړی دی.

د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت استازي د بشري حقوقو د ساتنې لپاره د چين لخوا د يو لړ عملي شويو تدبيرونو ستاينه وکړه، لکه په شينجيانګ کې د مسلکي مهارتونو روزنيزو مرکزونو جوړول او پر زورزياتي کوونکو او ترهګريزو جرمونو پر ضد مبارزه، دغه تدبيرونه د ځايي وګړو او شخصيتونو لخوا وستايل شول. د يمن استازي وويل، په ژنيو کې د يمن دايمي استازي د شينجيانګ د مسلکي مهارتونو له روزنيز مرکز څخه ليدنه کړې ده. يمن د تعليم، پرمختګ، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د ترهګرو پر ضد مبارزې په ساحه کې د چين د کوښښونو، په تيره بيا په شينجيانګ کې د چين لخوا د تر لاسته شويو برياليتوبونو ستاينه کوي.

د لاوس استازي وويل، په هانکانګ کې لاريونونه د سولې لاريونونه نه دي او د هانکانګ سوله،ثبات او اقتصاد يې خراب کړي. نوموړي ويلي چې په هانکانګ کې نظام بيا اعاده شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای