CRI Online

لي که چيانګ د دولتي شورا د يوې نوبتي غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-12 11:09:13
لي که چيانګ د دولتي شورا د يوې نوبتي غونډې مشري وکړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په يوولسمه نېټه د دولتي شورا د يوې نوبتي غونډې مشري وکړه او پکې يې غوښتنه وکړه چې بايد د ملکيانو د پاملرنې وړ مسئلې ښې حل شي.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې په ښارونو او ولسواليو کې به د وينې لوړ فشار او د شګر ناروغۍ د درملنې لګښت د اجرا کېدو تګلاره خپره شي او دغه راز به د څو سوو مليونو ناروغانو دنده کمه شي. برسيره پر دې، په دې غونډه کې د زړو کسانو د روغتيا او پالنې اړتيا د پوره کولو لپاره اړوند کارونه ترتيب شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای