CRI Online

چيني تصدۍ به د چين او اروپا تر منځ د اورګاډو په تګ راتګ کې د لا ډېرو آسانتياوو او خدماتو لپاره تضمين برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-12 11:12:19

د سپتمبر په ۱۱مه نېټه، د چين د دولتي رېل شرکت د هغو اورګاډو له چلوونکو شرکتونو سره چې د چين او اروپا تر منځ تګ راتګ کوي، د يادو اورګاډو لپاره د لا ډېرو آسانتياوو او خدماتو د برابرولو تړون لاسليک کړ.

د دې تړون موخې د بازاري ميکانيزم پياوړتيا، د ګډې مشورې، ګډې ابادۍ او د شريکو ګټو پر اصولو ټينګار، د توکو لېږدونکو سازمانونو ښه والی، د ترافيکي لګښت کمول، په هېواد کې د پټليو، ګمرکي ادارو او اړوندو شرکتونو تر منځ د مخابراتي کېدو بهير پرمخ وړل او د چين او اروپا تر منځ د اورګاډو د تګ راتګ ديجټالي کېدو بهير هڅول دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای