CRI Online

د ۲۰۱۹م کال د ګلونو ستره نړيواله غونډه د بېجينګ د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې پرانستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-12 11:14:14

د ګلونو په چارو کې د لاسونو يو ځای کېدو او په ګډه سره د نيکمرغې کورنۍ د جوړونې په نوم د ۲۰۱۹م کال د ګلونو ستره نړيواله غونډه د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د بېجينګ د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې پرانستل شوه.

د مالوماتو له مخې، د ۴۹ هېوادونو، ۶ نړيوالو سازمانونو ۳۶۰ استازو په دې غونډه کې ګډون کړی دی. په چين کې په نړيواله کچه اغېزه لرونکو نباتاتو په نوم مستند فلم د دې غونډې د پرانستلو په مراسمو کې وښودل شو. ۲۰۰ کارکوونکو په درېيو کلونو کې دغه فلم جوړ کړی چې موخه يې په نوي نظر کې د چين د ګل لرونکو نباتاتو ښکليتوب بيانول او انځورول دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای