د سين هوااژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو شورا په ۴۲مه غونده کې د يو اړخيز اجباري بنديزونو او د بشري حقوقو مسئلې په اړه دوه کلنۍ سلامشورې تر سره شوې. په دغې سلامشورې کې د برخوالو هېوادونو او غير حکومتي سازمانونو استازو په جلا جلا توګه د لويديځو هېوادونو له خوا د يو اړخيزو بنديرونو لګولو غندنه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې دغه کړنې د م م له منشور سره سمون نه خوري، نړيوال عدالت زيانمن کوي او پر يو شمېر هېوادونو د بنديزونو لګولو سره يې د يادو هېوادونو خلک او ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
د چين استازي وويل چې ځيني هېوادونه سياسي تسلط غوره کوي، کله کله پر نورو هېوادونو د يو اړخيز اجباري بنديزونه لګوي، پر نورو هېوادونو د اقتصادي او پولي بنديرونو په شمول ظالمې کړنې تر سره کوي، حتې د دريم هېواد او اړوندو هېوادونو تر منځ عادي تجارتي تګ راتګ ته ګواښونه رسوي او د حکومت او د ادارې تګ لارو په وسيله پر نورو هېوادونو فشارونه اچوي چې په نورو هېوادونو کې د خلکو د غوښتنو له مخې د بشري حقوقو د ساتنې په کارونو کې خنډونه جوړوي. نړيواله ټولنه بايد د دغو کړنو پر ضد اقدام وکړي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |