CRI Online

د بريتانيا حکومت له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه له بيړنيو مسئلو سره د مقابلې لپاره پلان خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-13 12:52:43

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د بريتانيا پارلمان د يوې غوښتنې له مخې د دغه هېواد حکومت د سپتمبر په ۱۱مه نېټه له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه له بيړنيو مسئلو سره د مقابلې لپاره د يلوهمير عمليات په نامه د پلان سند خپور کړ.په دغه سند کې اخطار شوی چې که بريتانيا له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه ووځي، امکان شته چې په دغه هېواد کې به خړپړتيا او د خوراکونو او سونګ موادو د بيو لوړوالي او د طبي درملنې په برخه کې د محدوديت په شمول خطرونه رامنځته شي.

د بريتانيا حکومت په دغه سند کې ارزونه وکړه چې سره له دې چې يو لړ تګلارې به غوره شي، خو له دې سره سره بيا هم امکان شته چې ياد خطرونه او مسئلې به رامنځته شي. ښايي چې له اروپايي ټولنې څخه له وتلو وروسته په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د طبي درملنې لپاره توکي کم شي او په ټول هېواد کې لاريونونه رامنځته شي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای