CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت: په فضا کې د امنيت د ويجاړولو په برخه کې امريکا خپل مسئوليت له پامه غورځوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-13 14:10:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د سپتمبر په ۱۲مه نېټه وويل، د امريکا چارواکي پر روسيې تور لګولی چې په فضا کې امنيت يې ويجاړ کړی. د دې چارواکي موخه دا ده چې په فضا کې د امنيت د خرابولو په برخه کې د امريکا مسئوليت له پامه وغورځوي.

د تاسس اژانس د خبر له مخې، زاخاروا په همدې ورځ په يوه ناسته کې وويل، روسيه له بېلابېلو هېوادونو څخه غواړي چې په سوله ييز او مساوي ډول له فضا څخه استفاده وکړي او ورباندې څېړنه وکړي. د امريکا نه برعکس روسيه په فضا کې د بريدونو له لارې د خپل هدف د عملي کولو پلان نه لري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای