CRI Online

پرمختيايي هېوادونو پر دې ټينګار وکړ چې پرمختګ مهم بشري حق دی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-13 14:12:01

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د م م د بشري حقوقو شورا په ۴۲مه غونډه کې د پرمختګ د حقوقو د ځانګړو ګزارشګرو تر منځ خبرې اترې تر سره شوې.

د چين استازي په غونډه کې وويل، دا د چين د بشري حقوقو د پرمختګ په لاره کې يوه مهمه ځانګړتيا ده چې د پرمختګ په بهير کې د بشري حقوقو پر ښه کېدو او ساتنې ټينګار کوي. په چين کې ۱ مليارد ۴۰۰ مليونه کسان د خوړو او جامو په اړه انديښنه نه لري، ۸۵۰ مليونه کسان له بېوزلۍ څخه وتلي،د ۷۷۰ مليونو کسانو لپاره کاري فرصتونه برابر شوي. چين په نړۍ کې تر ټولو لوی منځني عايده لرونکی ګروپ لري، په نړۍ کې يې تر ټولو لوی تعليمي سيستم، طبي تضمين سيستم او ټولنيز تضمين سيستم يې جوړ کړی. م م، نړيوال بانک او ډېرو نړيوالو سازمانونو ويلي چې چين د اقتصادي زياتوالی او د بېوزلۍ د ليرې کولو په برخو کې بې سارې بريا تر لاسه کړه.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای