CRI Online

اسرائيل غواړي د اردن سيند لوېديځې او شمالي سيمې له خپلې خاورې سره يو ځای کړي، په دې اړه پنځو اروپايي هېوادونو خپلې انديښنې څرګندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-13 14:12:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، فرانسې، جرمني، ايتاليا، هسپانيا او بريتانيا د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د اسرائيلو صدراعظم د هغو خبرو په اړه انديښنه څرګنده کړه چې اسرايئل غواړي د اردن سيند لوېديځې او شمالي سيمې له خپلې خاورې سره يو ځای کړي.

يادو پنځو اروپايي هېوادونو په همدې ورځ په پاريس کې وويل، که اسرايئل ياده کړنه وکړي، نو نړيوال قانون به تر پښو لاندې شي. له دې امله، ياد پنځه هېوادونه له بېلابېلو خواوو څخه غواړي چې زغم وساتي او له نړيوال قانون څخه سرغړونه و نه کړي، ځکه چې داسې کړنه به په ۱۹۶۷ کال کې د سرحد پر بنسټ د دوو هېوادونو طرحه ويجاړه کړي او په دې سيمه کې به د عادلانه او دايمي سولې راتګ سخت کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای