د سین هوا اژانس دخبر له مخې د ازبکستان د عدلیې وزارت د روانې میاشتې په ۱۲مه نیټه خبر ورکړ چې د دغه هیواد د ولسمشر د حکم سره سرم به د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې نه هغو چیني اتباعو ته په دې هیواد کې له ویزې پرته د ۷ ورځو لپاره د اوسیدلو اجازه ورکړي چې د تګ راتګ نړیوال هوایي ټکټ لري.
اوس د چین په ګډون د ۷۰ هیوادونو اتباع په دوو ورځو کې د ازبکستان ديجیټل سفري ویزه ترلاسه کولی شی چې په دې هیواد کې له ۳۰ ورځو کم وخت پاتې کیدای شي. د دغه هیواد د سیلانۍ ملي ریاست د شمیرنې له مخې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمایي کې څه دپاسه ۳ ملیونو بهرنیانو له دې هیواد څخه لیدنې کړې دي چې دغه رقم د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه زیات شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |