CRI Online

د م م امنيت شورا: په تېر کال کې لوی بشري بحران لا هم دوام لري

cri     (GMT+08:00) 2019-09-13 16:15:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د م م ۷۳مې عمومي اسامبلې ته د دې شورا کلنی کاري راپور وړاندې کړی. په دې راپور کې دا ويل شوي، چې په نړۍ کې په ۲۰۱۸ کال کې لوی بشري بحران لا هم دوام لري او په ځينو حالاتو کې لا سخت شوی، د شخړو له امله ګڼ شمېر کسان د خپلو هېوادونو دننه او بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته ګډه شوي.

په ياد راپور کې دا ويلی شوي، چې ځيني شخړې،په ځانګړې توګه په منځني ختيځ سيمه او افريقا کې، لا حل شوې نه دي. داسې شخړې پر عامو خلکو سخته بده اغېزه لري، خو د امنيت شورا د کورنيو توپيرونو له امله د ځينو شخړو پر ضد اغېزمن اقدامات نه شي کولای.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای