CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت: امريکا او طالبان بايد خپلمنځي خبرواترو ته دوام ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-14 15:49:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي ادارې خبر ورکړ، چې د دې هېواد ډيپلومات د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په مسکو کې د افغانستان د طالبانو له پلاوي سره ليدنه وکړه. روسيې وويل، دا د امريکا او طالبانو لپاره ضروري ده چې خپلمنځي خبرو اترو ته بيا هم دوام ورکړي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر ځانګړی استازي او د اسيا په چارو کې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د دوهمې ادارې مشر ضمير کابلوف د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه د طالبانو له پلاوي سره ليدنه وکړه. روسيې ورته وويل چې امريکا او طالبان بايد خپلمنځي خبرو اترو ته دوام ورکړي. طالبانو وويل چې هغوی چمتو دي چې له امريکا سره خبرې اترې وکړي.

د تاسس اژانس په دوحه کې د طالبانو د سياسي چارو د ادارې د وياند سهيل شاهين د خبر په حواله وويل، له يادې ليدنې مخکې دواړو خواوو د افغانستان د سولې بهير د نوي پرمختګ په اړه بحث کړی و.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای