د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا(CNBC)ټلويزيون د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د يوې پلټنې پايله خپره کړه او له مخې يې د امريکايي تصديو ٪۶۵ سرپرستان دا نظر لري چې د امريکا د سوداګرۍ تګلاره به په راتلونکي نيم کال کې پر تصديو باندې منفي اغيزه ولري.
د لويو نړيوالو سهامي شرکتونو او شخصي تصديو مالي سرپرستان د دغې پلټنې موخه ده. ٪۶۵ ګډون کوونکي سرپرستان په دې نظر دي چې د امريکا د سوداګرۍ تګلاره به په راتلونکي نيم کال کې پر تصديو باندې منفي اغيزه ولري. نيمه برخه ګډون کوونکي دا نظر لري چې تصدۍ د امريکا د سوداګرۍ د تګلارې له امله لا زيات لګښتونه لګوي او له ٪۲۵ نه زياتو ګډون کوونکو څرګنده کړې چې تصدۍ د لګښتونو د لوړوالي له امله د منفي اغيزې د کمښت په هکله د توليداتو بيې لوړې کړې دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |