CRI Online

فرانسه، المان، بريټانيا او اروپايي ټولنه د ايران لخوا د نويو سنتري فيوجونو جوړولو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-14 15:54:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې، المان، بريټانيا د بهرنيو چارو وزارت وياندويانو او د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو په اړه د اروپايي ټولنې عالي رتبه استازې فيدريکا موغيريني د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې دوی د ايران لخوا د ذروي تړون سره سره د نويو سنتري فيوجونو جوړولو ته ډېره پاملرنه کوي.

په ياده اعلاميه کې راغلي چې د ايران ذروي تړون د چاودلو له خطر سره مخامخ دی، نو فرانسه، المان، بريټانيا او اروپايي ټولنه اړوندو حالاتو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او باور لري چې يوازې ډيپلوماتيک کوښښونه د حالاتو د ترينګلتيا د مخنيوي او د خبرو اترو د بيا پيل لاره ده.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې يادې خواوې به په مداومه توګه د ايران له ذروي تړون څخه ملاتړ وکړي، او له ايران څخه يې غوښتنه وکړه چې د ياد تړون سره سره نوی عمل ونه کړي او د اړوندو مسئلو په برخه کې د اټومي انرژۍ له نړيوالې اېجنسۍ سره همکاري وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای