د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د القاعدې سازمان د پخواني مشر د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د امريکا لخوا په افغاسنتان او پاکستان کې د ترهګرۍ ضد په يو فعاليت کې وژل شوی دی.
ټرمپ وويل چې د حمزخ بن لادن مړينه د القاعدې سازمان مشرتابه او د عملياتو توان ته ضربه ورکړې ده. هغه د حمزه د وژل کېدو په هکله مشخص تاريخ او ځای نه دی ويلی. د امريکا ځينو خبري رسنيو د جولای په پای کې د دغه هېواد د اړوند چارواکي په قول خبر ورکړی و چې دوه کلونو پخوا حمزه د امريکا لخوا په پوځي عمليات کې وژل شوی و.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |