CRI Online

د ايران لومړی مرستيال ولسمشر: امريکا غواړي پر ايران باندې د سختو بنديزونو د لګولو له لارې د دغه هېواد سياسي قدرت ويجاړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-15 16:05:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران رسنيو د سپتمبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د دې هېواد لومړي مرستيال ولسمشر اسحق جهانګلي په همدې ورځ وويل، امريکا غواړي پر ايران باندې د سختو بنديزونو د لګولو له لارې د دغه هېواد سياسي قدرت ويجاړ کړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د جهانګلي د خبرو په حواله وويل، د امريکا لخوا پر ايران د سختو بنديزونو د لګېدو آخري هدف دا دی چې د دغه هېواد رژيم نسکور کړي او لنډمهالی هدف يې دی چې د دغه هېواد اقتصاد ويجاړ کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ هيله څرګنده کړه چې د ايران د ذروي تړون په اړه يو ځل بيا بحث وکړي، امريکا نه غواړي چې د ايران سياسي قدرت نسکور کړي. ايران د ياد تړون له بيا بحث کولو سره کلک مخالفت کړی او څو ځلې يې په دې ټينګار کړی چې د ايران ذروي تړون کې د امريکا بېرته شاملېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيالوګ مخکينی شرط دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای