د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ايراني رسنيو د سپتمبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې اوس ايران اروپايي هېوادونو ته د ګاز د انتقال د پروګرام په باب له اروپايي ټولنه سره بحث کوي.
د ايران (( مالي ټربيون )) د دې هېواد د NIGC شرکت اجرائيه رئيس حسن منتظر تورباتي د خبرو په حواله وويل، ايران غواړي چې د ترکيې له لارې د پايپ لاين په وسيله اروپايي هېوادونو ته ګاز انتقال کړي. هغه وويل، اوسمهال په ايران کې د ياد پروګرام لپاره اساسي تأسيسات بشپړ شوي دي، که د اروپا له اړوندو شرکتونو سره موافقه تر لاسه شي، نو يونان به د ايران د صادراتي ګاز له لومړيو هدف هېوادونو څخه وي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |