د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران تسنيم خبري اژانس د سپتمبر په پنځلسمه نېټه خبر ورکړ چې د ايران د انقلاب ساتندويه هوايي ځواک قوماندان امير علي حاجي زاده په همدې ورځ وويل، چې د امريکايي ځواک هغه ټولې اډې او پوځي بېړۍ چې له ايران څخه واټن يې تر ۲۰۰۰ کيلومترو زيات نه دي، د ايران د توغنديو د بريد په ساحه کې دي.
نوموړي وويل، د انقلاب ساتندويه ځواک د روان کال په جون کې د امريکايي پوځ د بې پيلوټه الوتکې له غورځولو وروسته د د لوړې کچې محافضوي وضعيت ته داخل شوي او د فارس خليج په سيمه کې د امريکايي ځواک پر ځينو پوځي اډو او په عمان خلج کې پر امريکايي پوځي بېړيو بريدونو ته چمتو شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې ايران د هراړخيزې جګړې لپاره چمتووالی لري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |