CRI Online

لي که چيانګ له بېجينګ څخه د روسيې ساينټ پيټرسبورګ ته حرکت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-16 14:39:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر د ۱۶مې نېټې په سهار د روسيې د صدراعظم دميټري مدويديف په بلنه د ځانګړې الوتکې له لارې له بېجينګ څخه د روسيې ساينټ پيټرسبورګ ته حرکت وکړ. هغه به له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړي او د چين او روسيې د صدراعظمانو په ۲۴م نوبتي ملاقات کې به برخه واخلي.

د لي که چيانګ مېرمن چنګ هونګ او د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له ښاغلي لي سره ملګرتيا کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای