CRI Online

شي جين پينګ د چين د دولتي انټرنيټي امنيت د تبليغاتي اوونۍ په اړه مهم امر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-16 15:06:45

د سينهو اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د هېواد د انټرنيټي امنيت د تبليغاتي اوونۍ په اړه مهم امر وکړ چې د يادې تبليغاتي اوونۍ د فعاليت جوړونه او د انټرنيټي امنيت په اړه د خلکو د معلوماتو او مهارتونو لوړوالی د هېواد د انټرنيټي امنيت په کارونو کې مهم موضوعات دي. د هېواد د انټرنيټي امنيت په چارو کې دې د خلکو د موخې او بنسټ پر رول ټينګار وشي ، شخصي معلومات بايد تامين شي او په انټرنيټ کې د اتباعو حقه حقوق بايد وساتل شي.

د ۲۰۱۹ کال د دولتي انټرنيټي امنيت د تبليغاتي اوونۍ پرانيستونکي مراسم د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په تيان جين ښار کې تر سره شول. نوموړی فعاليت په ۲۰۱۴ کال کې پيل شوی و او هر کال جوړيږي. (( انټرنيټي امنيت د خلکو لپاره خدمت کوي او پر خلکو تکيه کوي)) د روانې تبليغاتي اوونۍ عنوان دی. د روانې مياشتې له ۱۶مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې به د انټرنيټي امنيت په اړه نندارتون، د تکنالوژۍ فورم او نور اړوند فعاليتونه تر سره شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای