د سيڼهوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو کې د چين په شينجيانګ کې د اوسني وضعيت له مخې له پوهنتونونو څخه د تازه فارغ شويو محصلينو لپاره د کار د زمينې جوړولو په اړه يوه خبرپاڼه خپره شوه چې موخه يې د يادو محصلينو د استخدام د برخو پراخوالی او چارو ته د دوی هڅونه ده.
د شينجيانګ د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت ادارې د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په شينجيانګ کې له پوهنتونونو څخه د تازه فارغ شويو محصلينو شمېر د پخوانيو کلونو په پرتله زيات دی، دغه راز اړوندې څانګې به د روان کال په نيمايي کې د دغو محصلينو د کارونو حالت ته توجه وکړي او د دوی استخدام حالت د ثبات لپاره به ګامونه پورته کړي چې په لومړۍ درجه کې به محصلينو کار ته وهڅوي او له بېوزليو کورنيو او معيوبو محلصينو سره به مرستې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |