د مکاو د خاصې اداري سيمې د پنځمې دورې اجرايوي مشر هه يي چنګ څو ورځې مخکې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د لويې خليجي سيمې د اواز په نوم له راډيو سره ځانګړې مرکه ومنله. هغه د دغې مرکې په ترڅ کې وويل، چې مکاو دې ( په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کېدو) پر نظام ټينګار وکړي او د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لوی خليج د سيمې د پرمختګ پر اساس دې فرصتونه ونيسي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې په ياد نظام کې ( يو هېواد) مخکنی شرط دی، نو د چين اساسي قانون او د مکاو بنسټيز قانون دې په ښه توګه وساتل شي. مکاو بايد د مرکزي حکومت تر لارښوونې لاندې پر ياد نظام ټينګار وکړي.
نوموړي زياته کړه چې د مکاو پرمختګ د مرکزي حکومت او د چين د لويې وچې د وطنوالو نژدې ملاتړ ته اړتيا لري. مکاو بايد په راتلونکې کې د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لوی خليج سيمې د ابادۍ پر بنسټ د چين له لويې وچې سره لا نژدې تګ راتګ او همغږي وکړي، څو د دغې سيمې ګډ پرمختګ وموندل شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |