د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په ټيوټر کې څرګنده کړه چې ښايي د سعودي عربستان د نفتو پر تاسيساتو شوي بريدونه د نفتو پر بيې اغېز وکړي، نو ځکه هغه ويلي چې د اړتيا په وخت کې به د نفتو له ستراتيژيکو زېرمو څخه استفاده وشي، تر څو په بازارونو کې د نفتو عرضه تامين شي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې څو بې پيلوټه الوتکو د همدې ورځې په سهار وختي د سعودي عربستان د نفتو دولتي شرکت پر ۲ تاسيساتو بريدونه وکړل چې له امله يې اورلګېدنه رامنځته شوې. د سعودي عربستان د انرژۍ وزير عبدالعزيز بن سلمن د سپتمبر په ۱۵مه نېټه وويل، چې د يادو بريدونو له امله د هېواد د نفتو ورځنۍ عرضه ۵ مليونه ۷۰۰ زره بېرله کمه شوې چې دا رقم د هېواد د نفتو په عادي توليدي اندازه کې نيمه برخه نيسي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |