CRI Online

د چين دوديز طب په ټايلند کې منل شوی او د ښه پرمختګ په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-16 15:49:37
د چين دوديز طب په ټايلند کې منل شوی او د ښه پرمختګ په حال کې دی

د ټايلند پاچا په ۱۹۹۹ کال کې د طبي او روغتيايي چارو په اړه يو حکم لاسليک کړ چې پکې يې دې ته اجازه ورکړه چې خلک ډاکتران د چين په دوديزو طبي طريقو د ناروغانو درملنه کولی شي. وروسته په ۲۰۰۰ کال کې د دې هېواد د روغتيا وزارت د چين دوديزو طبي طريقو ته اجازه ورکړه. په دې توګه ټايلند په نړۍ کې لومړی داسی هېواد دی چې د چين دوديز طب پکې پوره قانوني شوی دی. په ۲۰۰۴ کال کې د ټايلند د ښوونې وزارت په دې هېواد کې د چين د دوديزو طبي چارو په اړه د لومړي پوهنځي د جوړېدو اجازه ورکړه.

په ټايلند کې د چين د دوديز طب کارکوونکو د عمومي ټولنې مشر لين دان چيان په دې هېواد کې د چيني طب د قانوني کېدو شاهد دی. هغه وويل، کابو زر کاله مخکې د چين دوديز طب په ټايلند کې هم دود شو. دغه ټولنه په ټايلند کې د يو غيرحکومتي سازمان په توګه تر ۱۹۹۷ کال مخکې جوړ شوې او بيا وروسته په ۲۰۰۰ کال کې ټايلند د قانون له لحاظه د چين دوديز طب منلی او دغه راز په دې هېواد کې د چين د دوديزو طبي چارو پرمختګ نوې زمانه پيل شوې. هغه وويل

((په ټايلند کې د چين دوديز طب تر قانوني کېدو وروسته، د چين د دوديزو طبي چارو په اړه د طبي کارکوونکو شمېر په ګړندۍ توګه د زياتېدو په حال کې دی. د ټايلند حکومت د چين د دوديز طب په اړه اړونده ازموينه هم ترتيب کړې او کوي يې چې له ازموينې څخه په تېرېدو سره د اړوند جواز لرونکو طبي کارکوونکو شمېر له ۱۱ څخه ۱۲۸۶ ته رسېدلی دی. په ټايلند کې د چين د دوديز طب ټولنې په دې بهير کې ستر پرمختګ هم موندلی او تشکيلاتي ارګانونه يې ورځ په ورځ بشپړېږي. اوسمهال په دغه ټولنه کې کابو نهه سوه غړی شتون لري او هر کال د چين د دوديز طب له پوهنځي څخه نوي فارغ شوي محصلين د جواز له تر لاسه کولو وروسته زموږ په ټولنه کې ګډون کوي، نو زموږ د ټولنې د غړو شمېر په دوامداره توګه د زياتېدو په حال کې دی. ))

ښاغلي لين وويل، د چين د دوديز طب او عنعنوي درملو سرچينه په چين کې ده. اوس په چين کې دوديزې طبي چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي، د ټايلند طبي کارکوونکي بايد د چين له طبي کارکوونکو څخه د درملنې نوې پوهه او طريقې زده کړي. نو په ټايلند کې د چين د دوديز طب د کارکوونکو عمومي ټولنه د ختيځ پوهنتون د کانفوسيوس له پوهنځي او د چين د جه جيانګ ولايت د ون جو ښار له طبي پوهنتون سره د چين د دويز طب په اړه د ټايلند د غښتلو طبي کارکوونکو روزنيز مرکز جوړ کړ چې په ګډه په ټايلند کې د چين د دوديز طب په برخه کې وړ کسان وروزي.

د ټايلند د ختيځ پوهنتون د کانفوسيوس پوهنځی په دې هېواد کې د چين د دوديز طب د ليسانس لرونکو طبي کارکوونکو د روزنې يو مرکز دی چې په دې وروستيو کلونو کې يې د چين د ون جو ښار له طبي پوهنتون سره فعاله همکاري کړې. په ۲۰۱۶ کال کې ختيځ پوهنتون له يادې عمومي ټولنې سره همکاري پيل کړې او اوس دغه کار د کلتور او هنر په برخه کې د ټايلند او چين ترمنځ د همکارۍ او تبادلې يوه نمونه ګرځېدلې ده.

د ختيځ پوهنتون د کانفوسيوس پوهنځي مشر جانګ يو لين زموږ خبريال ته وويل، دوی په دې وروستيو کلونو کې د دوو موخو لپاره کوښښونه کړي، لومړی دا چې د چين دوديز طب بايد د ټايلند د حکومتي روغتونو د طبي بيمې په نظام کې شامل شي او دوهم دا چې بايد په ټايلند کې د چين د دوديز طب د ليسانس لرونکو طبي کارکوونکو د دوامدارې ښوونې نظام جوړ شي.

سږ کال په ټايلند کې د چين د دوديز طب د قانوني کېدو له نولسمې کاليزې سره برابر دی او په دې هېواد کې د چين د دوديز طب ليساس لرونکو طبي کارکوونکو شمېر له يو زر دوو سوو څخه زيات دی. اوس د ټايلند په نهو پوهنتونونو کې د چين د دوديز طب تخصص لري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای