CRI Online

د چين د اقتصاد د ښه پرمختګ لپاره مثبت عناصر راغونډېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-16 20:44:49

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د سپتمبر په ۱۶مه نېټه يوه ليکنه خپره کړه چې نوم يې دي (( د چين د اقتصاد د ښه پرمختګ لپاره مثبت عناصر راغونډېږي )).

په دې ليکنه کې ويل شوي، چې د چين د شمېرنې ملي ادارې د وروستۍ شمېرې له مخې، اوسمهال د چين د کورني بازار پټ قوت له بندښت خوشی شوی او کېږي. د سږکال په لومړيو ۸ مياشتو کې د چين اقتصاد ثابت او ښه پرمختګ کړی، له دې امله چې د چين حکومت يو لړ تدبيرونه نيولي او ښې پاليسۍ يې جوړې کړې دي.د مثال په توګه، د تصديو ماليات او د ټولنيز تضمين لګښتونه يې کم کړي، په دغه هېواد کې د بهرنيو تصديو د پانګونې منفي ليست يې لنډ کړی، د شن جن پرمختللې سيمه او د شانګهای د ازادې تجارتي سيمې لينګانګ نوې سيمې يې جوړې کړې او نورې ۶ ازادې تجارتي سيمې يې زياتې کړې دي.

په دې ليکنه کې دا تائيد شوې، چې د چين تصدۍ تل په دې ټينګار کوي چې د نوښت له لارې پرمختګ ومومي او اقتصادي صورت بدلوي څو چې د دولت د اقتصاد د ښه پرمختګ لپاره محرکه قوه برابره کړي. په ۲۰۱۹ کال کې د (( ثروت )) مجلې د (( نړۍ ۵۰۰ پياوړو تصديو )) په ليست کې د چين د تصديو شمېره لومړی ځل له امريکا څخه لوړ شو. که څه هم اوسمهال نړيوال اقتصاد د ثبات په حال کې نه دی، بيا هم په راتلونکې کې به چين په پاليسۍ کې سلسله او ثبات وساتي او د نړيوال اقتصاد د ثبات زياتوالي لپاره به خپل خدمتونه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای