CRI Online

د ترکيې، روسيې او ايران مشرانو د سوريې د امنيتي مسئلې په اړه خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-17 09:38:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې، روسيې او ايران مشرانو د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د ترکيې په پلازمينه انقره کې د سوريې د امنيت مسئلې په اړه خبرې اترې وکړې او پر دې يې ټينګار وکړ چې د سوريې په شمال ختيځ ادليب سيمه کې دې دايمي اوربند رامنځته شي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين او د ايران ولسمشر حسن روحاني په همدې ورځ د استانا بهير تر چوکاټ لاندې سرمشريزه غونډه تر سره کړه. اردوغان وويل، د درې واړو هېوادونو مشرانو پر دې موافقه کړې چې په ادليب سيمه کې دې د بشر دوستۍ د نوي بحران د مخنيوي لپاره اضافي ګامونه پورته کړي او د ترکيې سرحدي سيمو ته دې د ګڼ شمېر کډوالو د ننوتلو مخه ونيسي. درې واړه خواوې د نظريو يووالي ته رسېدلي چې د سوريې د خاورې د بشپړتيا ساتنه ډېره مهمه ده او په سوريه کې کردي وسلوال د دې هېواد د امنيت او ثبات لپاره تر ټولو لوی خطر دی. دريو مشرانو څرګنده کړه چې د سوريې د اساسي قانون کمېټې د جوړېدو لپاره به هڅې وکړي، تر څو د سوريې مسئلې د حل دايمي چوګاټ جوړ شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای