د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په ۱۶مه نېټه، د ويتنام د هو جي مينح ښار، د ماليزيا د کلانګ بندر، د تايلند د لايم جابانګ او د اندونيزيا جاکارتا ۵ کانتينرونه د چين په شيا من کې ګمرکي مراتب بشپړ کړل او په ۱۷مه نېټه به د شيا من او منځني اسيا تر منځ د اورګاډي له لارې د قزاقستان الماتا او نورسودان ته ولېږدول شي. دغه راز د شيا من او منځني اسيا تر منځ د رېل ګاډي پټلۍ د لومړي ځل لپاره د جنوبي ختيځې اسيا ۴ هېوادونه سره ونښلول.
د مالوماتو له مخې، د شيا من او منځني اسيا تر منځ اورګاډي د ۲۰۱۵م کال د اګست په ۱۶مه نېټه تګ راتګ پيل کړ. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |