د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد عباس الموسوي د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې ايران به په راتلونکو څو ورځو کې د سټينا امپريو په نوم د بريتانيا نيول شوې تيل وړونکې بيړۍ خوشې کړي.
موسوي وويل چې د يادې بيړۍ د خوشې کولو لپاره اړوند قضايي پروسه په جريان کې ده.د بيړۍ د خوشې کولو پرېکړه د ايران د عدلي څانګو لخوا د واقعي حالاتو پر اساس شوې او دا پرېکړه د هېچا د منځګړيتوب له امله نه ده شوې.
د جولای په ۱۹مه نېټه د ايران د اسلامي انقلاب ساتندويه ځواکونو له نړيوالو سمندري مقرراتو څخه د سرغړونې په تور د سټينا امپريو په نوم د بريتانيا تېل وړونکې بيړۍ ونيوله .
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |